Asset 1SWN

لوګر کې د فني او مسلکي زده‌کړو مرکز پرانېستل شو

FB_IMG_1705570748297

 د کار او ټولنیزو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو لوګر ته د خپل سفر په ترڅ  کې د دغه ولایت د فني او مسلکي زده‌کړو مرکز پرانیسته وکړه.

د یاد وزارت مرستیال ذاهد‌جان اغا د دې مرکز پرانیستې پر مهال وویل، د لومړي ځل لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د لوګر په مرکز پل‌علم کې بې‌سرپرسته ماشومانو او ځوانانو ته د مسلکي زده‌کړو مرکز پرانېست چې ۲۵۰ ماشومان او ځوانان به په‌کې زده‌کړې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، «کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، څو د هېواد په پاتې ۳۳ ولایتونو کې هم ورته د حرفوي او مسلکي زده‌کړو مرکزونه پرانیزې، څو بې‌سرپرسته او بې‌وزله ځوانانو ته د بازار له غوښتنې سره سم مسلکي زده‌کړې ورکړل شي.»

د یاد وزارت مرستیال په وینا، هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ۵۲ مرکزونه پرانېستل شوي چې هر کال ورڅخه شاوخوا ۲۰زره ځوانان فارغېږي.

د لوګر مرستیال والي عنایت‌الله شجاع وویل، ځوانانو ته د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو زمینه برابرول زمونږ مسوولیت او د دغه ولایت اوسېدونکو ته په‌کار ده چې د حرفوي او مسلکي زده کړو پرانېستل شوي مرکز ته خپل ځوانانو د زده‌کړو لپاره را واستوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په دغه ولایت کې د حرفوي او مسلکي زده‌کړو مرکز پرانېستل شو، خو دوي ټینګار کوي چې ورته مرکزونه دې د دغه ولایت په ولسوالیو کې هم پرانېستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام