Asset 1SWN

د پاسپورټ غوښتونکي: ولایتونو کې دې په سپینه عریضه د پاسپورټ نوملیکنه پیل شي

۹۰۰۰۰

کابل کې د پاسپورټ یو‌شمېر غوښتونکي د یاد ریاست مخکې ته د بې‌نظمۍ او د ګڼې‌ګوڼې له امله د شکایت ترڅنګ وايي، ساعتونه خپل نوبت ته په تمه پاتې کېږي.

دوی وايي چې له ګڼو ولایتونو د پاسپورټ غوښتونکي دغه ریاست ته په سپینه عریضه د پاسپورټ نوملیکنې لپاره مراجعه کوي چې له امله یې ګڼه‌ګوڼه زیاته او د پاسپورټ نوملیکنې چارې ستونزمنې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی له اړوند مسوولانو غواړي چې په ولایتونو کې هم په سپینه عریضه د پاسپورټ نوملیکنې لړۍ پیل کړي.

کابل کې د پاسپورټ ریاست یوه مراجعه‌کوونکي سیف‌الله سلام‌وطندار ته وویل چې د ګڼې‌ګوڼې پر مهال یې ځینې کسان لیدلي چې د خلکو تر پښو لاندې شوې دي.

نوموړي وویل: «بې‌نظمي ډېره ده او خلک وهل‌ډبول کېږي. زه د شپې دوه بجې راغلی وم. خپله مې ولیدل چې درې سپین ږیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ د وهلو‌ډبولو او بې‌نظمۍ له امله، سپین ږیري تر پښو لاندې شول. خلک ډېر دي.»

په همدې حال کې د پاسپورټ یوه بل غوښتونکي مرتضی وویل چې څو ځله یې ووهل شو او خلک ډېر په ستونزه کې دي. «نن د شپې ۱۲بجې راغلم. رسېدنه نه‌کوي. داسې هم خلک او هم حکومت په عذاب وي. تر پښو لاندې کېږي او وضعیت خربا دی. هر چا ته باید خپل ولایت کې پاسپورټ ورکړي.»

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن د بې‌نظمۍ او ګڼې‌ګوڼې له امله د مړینې ادعاوې ردوي او وايي چې هره پنج‌شنبه کابل کې د نوملیکنې لپاره سپینې عریضې راټولېږي او اوونۍ کې ۲۰زره فورمونه وېشل کېږي.

هغه وویل: «د پاسپورټ وېش هره ورځ روان دی. د انلاین فورم ترڅنګ، اوونۍ کې یوه ورځ پنج‌شنبه کابل کې په حضوري توګه فورمونه وېشل کېږي. د نظم برخه کې په وار وار هېوادوالو ته توصیه شوې او خبرپاڼې هم خپرې شوي چې سپین ږیري او ماشومان دې نه‌روالي او د کورنۍ غړي یې کارونه مخته وړی شي. اوونۍ کې ۲۰زره ټوکنې وېشو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پاسپورټ عمومي ریاست د ویاند په وینا، په کابل او ولایتونو کې د ورځې اته زره پاسپورټونه وېشل کېږي. په سپینه عریضه د پاسپورټ نوملیکنې بهیر د روانې مرغومې میاشتې په ۲۰مه نېټه یوازې کابل کې پیل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام