Asset 1SWN

غور کې يوه ځوان لسګونه نورو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې

غور

د غور اوسېدونکي غلام سخي سخاوت‌مند د دغه ولایت مرکز فيروزکوه ښار کې د کلچو پخولو یوه کارخونه جوړه کړې چې ٢٥ ځوانان په‌کې پر کار بوخت دي.

نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې د دغې کارخونې له جوړېدو څخه یې موخه د هغو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابرول دي چې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله نورو هېوادونو ته کډوالي کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «غور کې د شیریني تولیدي شرکت جوړولو موخه وزګارو ځوانانو ته د کاري زمینې برابرول دي چې د ژوند اړتیاوو برابرولو لپاره له هېواده بهر کډوالي ته مخه کوي او دویم هدف مو ټولنې ته خدمت کول دي.»

يوشمېر هغه ځوانان چې یاده کارخونه کې کار کوي، وايي، د کمزوري اقتصادي وضعیت او بې‌وزلۍ له امله يې ايران ته د کډوالي پرېکړه کړې وه، خو له هغه وخت راهيسې چې دغه کارخونه کې يې کار پيل کړی، راتلونکې ته هیله‌مند شوی او اوس کولای شي د خپلو کورنيو ملاتړ وکړي.

دوی له سرپرست حکومت او له نورو ځوانانو او سوداګرو غواړي چې هېواد کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي؛ څو د ناقانونه کډوالۍ مخه ونيول شي.

د یادې کارخونې یوه کارکوونکي محمدنور سلام‌وطندار ته وویل: «که دا کار نه‌وو، اړ وم چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ایران ته لاړ شم. تاسو پوهېږئ چې دې ورځو کې پر کډوالو څه ستونزې راغلي چې په قاچاقي توګه ځي. هیله‌مند یم چې هېواد کې داسې شرکتونه جوړ او ځوانان په‌کې پر کار شي.»

په همدې حال کې د غور مسوولان وايي، دوی د هغو ځوانانو ملاتړ کوي چې د پانګونې له لارې نورو کسانو ته د کار زمینه برابروي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحى زعیم وايي: «حکومت یې ملاتړ کوي، مجاهدین یې ملاتړ کوي، هر چېرته چې ستونزه وي، رسېدنه ورته کېږي. ځوانان باید هېواد کې پاتې شي، هېواد ورته اړتیا لري. اقتصادي ستونزې یوازې غور کې نه‌دي، ټول هېواد کې دي او باید کوښښ وکړو چې دا ستونزې حل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې بې‌وزلي، وچکالي او د کاري فرصتونو نشتوالی له هغو ننګونو څخه دي چې له امله یې ډېری ځوانان غیرقانوني کډوالۍ ته مخه کوي او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته ځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام