Asset 1SWN

«پاکستان، عراق او سوریه» کې د ایران بریدونو ته غبرګونونه

iranian-122mm-grad-launcher-benz-truck-2022

ایران د تېرو دوو ورځو پرمهال پر پاکستان، عراق او سوریې توغندیز بریدونه کړي چې د یاد هېواد دغه پوځي اقدامات له ګڼو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د غبرګونونو په لړ کې پاکستان د یاد برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او عراق هم د ملګروملتونو امنیت شورا ته له ایرانه شکایت کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عراق د ایران د توغندیز برید په غبرګون کې له تهرانه خپل سفیر ورغوښتی او په بغداد کې یې د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.

عراق په اربیل ښار کې د اسراییلو د جاسوسۍ د مرکز د شتون په اړه د ایران ادعا بې‌بنسټه بللې او ویلي یې دي چې ایران ملکیان په نښه کړي دي.

بل‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د «سه‌شنبه، مرغومې ۲۶مه» د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې د ایران د توغندیز برید په غبرګون کې په اسلام‌اباد کې د ایران د سفارت شارژدافیر احضار کړی او ایران ته یې د دغه برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه بلال فاطمي سلام وطندار ته  وویل چې د ایران دغه اقدامات د دغه هېواد د بې‌ثباته کېدو لامل  کېږي. «ایران چې لوبې لري، غواړي د تماس ډله رامنځته کړي. پاکستان ته یې استازولۍ استولی او د هند بهرنیو چارو وزیر ایران ته تللی. دا له یوه بل سره اړیکې لري، مهمې دي. په ځانګړې توګه دې وخت کې سوریه کې پر داعش د ایران برید، پر عراق برید او همداراز پاکستان کې برید.»

ایران دغه پوځي اقدامات داسې مهال کوي چې نړۍ دا مهال د دوو سترو جګړو،  اوکراین او روسیې او د اسرییلو  او حماس ډلې د جګړو شاهده ده.

د امنیتي چارو کارپوه طاهر یرغل په دې باور دی چې دغه تحولات د سیمې امنیت ته زیان رسوي او دوام یې کولای شي، په سیمه کې جدي پوځي جګړې رامنځته کړي.

هغه وویل: «فکر کوم چې د سیمې امنیت د ترینګلتیا پر لورې روان دی. ښايي پاکستان ارامه پاتې نه‌شي او غبرګون و ښيي او له بل لوري امریکا ښايي ځواب وښايي، ځکه عراق کې شتون لري او ایران هلته برید کړی. د همدې لپاره ښايي د سیمې امنیت خراب شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ په ځانګړې توګه په سیمه او منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمولو لپاره د ملګروملتونو او د دغه سازمان د امنیت شورا هڅې اغېزمنې نه‌دي تمامې شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام