Asset 1SWN

سلام وطندار

شنونکي: د سیمې په کچه د روان تاوتریخوالي دوام د افغانستان په زیان دی

missiletest

د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړې سره هم‌مهاله په سور سمندر کې د یمن حوثیانو له‌خوا پر سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونو او د دغې ډلې پر وړاندې د امریکا او لوېدیځ پوځي غبرګونونو، په سیمه کې وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.

دې وروستیو کې د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران هم د یوه بل پر خاوره پوځي عملیات کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم د خپرو شویو راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د عادي کېدو په حال کې دي، خو د چارو یوشمېر کارپوهان ټینګار کوي چې سیمه کې هر ډول کړکېچ او د هغې پراخېدل، د افغانستان لپاره ناوړه پایلې لرلی شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالرحمن ثاقب سلام‌وطندار ته وویل: «د سیمې ناورینونه له اقتصادي، سیاسي او هر اړخه مستقیمه اغېزه لري، سیمه او د افغانستان شاوخوا وضعیت کړکېچن دی، دا مسله د افغانستان رسمیت پېژندنې او همداراز پراقتصادي او بشري حقونو هم اغېز لري او دا نور هم کړکچېن کېږي.»

د کارپوهانو په اند، د سیمه‌ییزو تاوتریخوالو او شخړو دوام د دې لامل کېږي چې سیمه کې د افغانستان سوداګري له ستونزو سره مخ شي او د افغانستان د مسلې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته‌کېدو مخه ونیول شي.

داسې حال کې چې ایران له څه مودې راهیسې هڅه کوي چې د افغانستان په تړاو سیمه‌ییز اجماع رامنځته شي، خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د سیمې دغه کړکېچن وضعیت کولای شي، دا ډول هڅې ناکامه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالجبار اکبري په دې اړه وویل: «په نړیواله کچه کې افغانستان په رسمیت ونه‌پېژندل شي او حکومت همداسې سرپرست وي، هر هېواد کوښښ کوي چې افغانستان کې نیابتي او نفوذي ډلې ولري او د افغانستان له دریڅې نورو هېوادونو ته خپل ځواک وښيي، دا مسله به افغانستان نور هم زیانمن او متضرر کړي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تېرې پنجشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي و چې د پاکستان او ایران ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ، باید له افغانستان سره د دغو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز ونه‌کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

ا.ا تراوسه د سیمه‌ییزو تاوتریخوالو پر وړاندې بې‌پرې دریځ غوره کړی او د پاکستان او ایران له حکومتونو یې غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوي ناورین په اړه له صبر کار واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام