د خوست د مرکز او ولسواليو د ځينو سيمو اوسېدوونکي وايي، سيمو کې يې څو کاله وړاندې د روغتيايي مرکزونو لپاره ودانۍ جوړې شوي، خو د نامعلومو لاملونو له امله غيرفعالې دي.
دوی وايي، که ياد روغتيايي مرکزونه فعاله شي، تر ډېره به خلکو ته روغتيايي اسانتياوې رامنځته شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
يوه له دغو سيمو د خوست مرکز اړوند «غازياباد» سيمه چې اوسېدونکي يې وايي، د کلینیک ودانۍ يې شاوخوا درې کاله وړاندې جوړه شوې، خو د ناڅرګنده دلايلو له کبله تراوسه پهکې خدمات نهدي پيل شوي.
د يادې سيمې یوه اوسېدونکي محمدولي سلاموطندار ته وویل: «دا کلینیک تقريبا درې کاله کېږي چې جوړ شوی، اوس بېرته د تخريب پر لور روان دی، تاسو يې خپله وینئ چې رنګ يې ټول الوتی. دا بايد جوړ شي او دا ډېره لويه ستونزه ده چې موږ په دې ساحه کې کلینیک لرو، خو فعاله نهدی.»
په همدې حال کې د یادې سیمې د یوه بل اوسېدونکي زربتخان په وینا، د یاد روغتیايي مرکز ودانۍ جوړه، درمل او ډاکټر په نه تر سترګو کېږي.
هغه وویل: «د جوړښت کار يې ټول پایته رسېدلی، خو درمل او بلهېڅ شی هم نشته پهکې. خلک ډېر لرو ساحو کې دي، دلته بل کلینیک هم نشته چې خلک ورشي، نو دلته خلک له ډېر مشکل سره مخامخ دي چې نه درمل شته او نه هم کلينک شته. بل دا داسې ساحه ده چې ډاکټر هم نه ورته راځي، نو زموږ دا غوښتنه ده چې کلینیک تيار جوړ دی چې ډاکټر ورته راشي او درمل ورته راوړي.»
د خوست د عامې روغتيا مسوولان هم تاییدوي چې د دغه ولايت بېلابېلو سيمو کې شاوخوا شپږ کاله وړاندې ۱۱کلينيکونو ته ودانۍ جوړې شوي، خو د تشکيل د نهشتون له امله تراوسه غيرفعال دي.
د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر شېراګل ځدراڼ وويل، د يادو کلينيکونو د فعالېدو په برخه کې يې د عامې روغتيا وزارت څخه جدي غوښتنه کړې.
هغه وویل: «موږ په خوست کې يولس غيرفعال کلينيکونه لرو چې تعمير لري، خو پرسونل ورته نهدی ورکړل شوی، خو د عامې روغتيا څخه مو جدي غوښتنه کړې، وزارت امر راکړی او موږ په نوي کال کې تاسو به د دې شاهد وی چې ټول غيرفعال کلينيکونه فعال شي او پرسونل ورته ورسيږي.»
د خوست د عامې روغتيا رياست د معلوماتو له مخې، د خلبيسات ۳۰ بستريز روغتون او د نادرشاه کوټ ۳۰ بستريز روغتون په ګډون د عليشېرو، هارونخېلو، د تريزيو سينخور، قلموال مېنې، چرګوټي، لکڼو، غازياباد، سوراک سليمانزيو، بټۍتاڼې او د تنګي روغتيايي مرکزونه هغه ۱۱ کلينيکونه دي چې ترواسه غيرفعال دي.