Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې پانګوالو ته د صنعتي پارک د ځمکو  وېش پیلېږي

777777777777

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت محمداغې ولسوالي د صنعتي پارک د لومړي فاز کارونه بشپړ شوي او راتلونکې نوي کال کې به پانګوالو ته د صنعتي پارک د ځمکو وېش پيل شي.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس شبیراحمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، د محمداغې ولسوالي صنعتي پارک چې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه کې په دوه فازو کې جوړیږي، د لومړي فاز چې ۲۵۰ جریبه ځمکه  کېږي، کارونه یې بشپړ شوي او ځمکه یې پانګوالو ته د وېش لپاره چمتو شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صدیقي دغه‌راز زیاته کړه،«په دغه صنعتي پار کې د لومړۍ بنسټیزې پروژې په پلي کولو سره، ۴.۹۵ کیلو متره سړک، د ۲۸۰ جریبه ځمکې هوارول، د ژورو څاه ګانو کیندنه، د اوبو رسونې د پایپونو غځول، برېښنا رسونه، احاطوي دیوال او د برېښنا ستنې هغه څه دي چې د لوګر ولایت د محمد آغې په صنعتي پارک کې یې کارونه بشپړ شوي دي.»

د نوموړي په وینا، د هېواد بېلابېلو پانګوالو ورته د ځمکې ترلاسه کولو وړاندیزونه کړی او یو جریب ځمکه به پانګوالو ته د ۳۰زره امریکایي ډالرو په بدل کې ووېشل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لوګر  محمداغې ولسوالي صنعتي پارک ډبره په ۱۳۹۴ هجري شمسي کال کې په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې اېښودل شوې ده او د ولایتي چارواکو په خبره د کار له بشپړیدو وروسته به دغلته شاوخوا ۲ سوه فابریکې فعالیت وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام