Asset 1SWN

سلام وطندار

د ترکیې سفیر: هېچا ته اجازه نه ورکوو چې ترکیه کې د ا.ا پر وړاندې فعالیت وکړي

جِنک-اونال،-سفیر-ترکیه-در-کابل-1-qij2jaouy400omtdl2lm4ofiiinbai4bubqv17myko

په کابل کې د ترکیې سفیر جِنک اونال ویلي چې هېواد یې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په ترکیه کې یې د ا.ا پر وړاندې سیاسي او نظامي خوځښتونه وکړي. نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ارګ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د ترکیې سفیر په یاده لیدنه کې د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د ترکیې سوداګر تیار دي چې د افغانستان د کانونو، برښنا او کرنې برخه کې پانګونه وکړي.

هغه ویلي: «ترکیه د پوهنې او لوړو زده‌کړو برخو کې همکارۍ ته تیاره ده او د افغانستان د پرمختګ ملاتړ کوي. ترکیه هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په ترکیه کې د اسلامي امارت پر وړاندې سیاسي او نظامي خوځښتونه وکړي.»

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر هم په دې لیدنه کې له افغانستان سره د ترکیې د مرستې او همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ترکي سوداګرو ته د پانګونې ښې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هڅه کوي چې په سیمه کې اقتصادي او ټرانزیټي راکړه ورکړه زیاته کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي په ترکیه کې د اسلامي امارت پر وړاندې د سیاسي او نظامي خوځښتونو په اړه د ترکیې له دریځ څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی چې «اوس د ټولو افغانانو لپاره د ګډ او ارام ژوند اسانتیاوې» برابرې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام