که څه هم افغان ښځو په تېر یوه کال کې له محدودیتونو کړېدې، خو یوشمېر ښځو بیا هم د هوټلونو، خیاطیو او وطني تولیداتو او لاسي صنایعو د نندارتونونو په جوړولو سره هڅه وکړه چې هم ځان او هم نورو ښځو ته د کاروبار اسانتیاوې برابرې کړي.
حسنا رووفي چې یوه میاشت مخکې یې په کابل کې خیاطي جوړه کړې، سلاموطندار ته ویلي: «په تولنه کې پر ښځو محدودیتونه ولګېدل. ومې غوښتل چې خیاطي جوړه کړم، څو نورې ښځې د هېواد شرایطو ته په کتو په خوندي فضا کې د کاراموزۍ برخو کې مهارتونه زده کړي او هم د کارموندنې برخه کې کار پیل کړي.»
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، له تېر یوه کال راهیسې په کابل کې دوه هوټلونه او یوه خیاطي د ښځو له لوري جوړه شوې او تر څنګ یې، د کورنیو تولیداتو او جامو دوه نندارتونونه او د سړک پر سر یو د کتاب لوستلو کمپاین شوی دی.
همدارنګه، په کندوز کې د خیاطۍ یو مرکز، په بغلان کې دوه هوټلونه او دوه خیاطۍ، هرات کې درې خیاطۍ او یوه-یوه خیاطي هم په تخار او بلخ ولایتونو کې د ښځو له لوري جوړې شوې دي. په تخار کې بیا د کورنیو تولیداتو او جامو دوه نندارتونونه هم جوړ شوي دي.
کابل ښار کې د ښځو لپاره د یوه هوټل بنسټاېښودونکې سمیرا محمدي وايي: «دغه هوټل مو د اوسني حکومت له پیل نه د ښځو لپاره جوړ کړی. دلته دوه کاري ډلې لرو چې ۱۴ ښځې راسره کار کوي. دوی هغه ښځې دي چې اقتصادي ستونزې یې لرلې او دا یې د ستړیا او ژور خپګان لامل کېدې. دغه هوټل مو جوړ کړ، څو ښځې عاید ولري او خپلې ستونزې حل کړي.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو شنونکي وايي چې په خیاطیو او هوټلونو کې د ښځو کار، په تېرو هغو کې چې د دوی لپاره ځانګړي شوي، د هغوی پر اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز لري.
د سیاسي چارو شنونکې امنه هاشمي وايي: «اوس ښځې هڅه کوي چې په یو ډول پر پښو ودرېږي. افغانې ښځې ډېرې هڅې کوي چې د کورنۍ له اقتصاد سره مرسته وکړي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلهخوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په دې وروستیو کې ۲۴۵ کاروباري ښځو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي. د دغه وزارت ویاند جواد اخوندزاده وايي: «د جواز ورکولو برخه کې مو یې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او هڅه کوو، څو په نړیوالو نندارتونونو کې د هغوی د مالونو د لېږد، ویزو او وړیا غرفو په ورکړه کې همکاري ورسره وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د روغتیا او ښوونې او روزنې برخې پرته په نورو دولتي ادارو او همداراز په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د افغان ښځو پر کار بندیز لګولی دی.